طالبان: له بېرته راستنېدونکو افغانانو له تجربو او وړتيا به ګټه واخيستل شي

ارشيف

له افغان شخصیتونو سره د تماس لپاره د طالبانو د حکومت د کمېسیون چارواکي وایي، د هغو افغانانو له تجربو به چې د دې کمېسیون د هڅو په ترڅ کې بېرته هېواد ته ستنېږي، ګټه واخیستل شي.

دا خبره د دې کمېسیون ویاند احمدالله وثیق تېر ماښام ازادي راډیو ته وکړه او ویې ویل: "هغه کسان چې اوس راځي، د دوی لیاقت او اهلیت او ژمنتیا ته په کتو، د هغوی له استعدادونو به هم استفاده کېږي."

ښاغلي وثیق دا خبره وروسته له هغې کوي چې دې کمېسیون پرون د دغې لړۍ په ترڅ کې بېرته هېواد ته د افغانستان د برېښنا شرکت د پخواني ریس امان الله غالب د ستنېدو خبر ورکړ.

د دې کمېسیون په خبره هر هغه افغانان چې له دې لارې بېرته افغانستان ته را ستنیږي، ورته د خوندیتوب کارت ورکول کېږي.

تر اوسه د ملي امنیت د ادارې د ملکیانو د خوندیتوب او پخلاینې پخوانی ریس انتظار خادم، د دفاع وزارت پخوانی ویاند جنرال دولت وزیري او د ترانسپورټ وزارت پخوانی مرستیال حسن مبارک عزیزي د دې کمېسیون په هڅو بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.