د پوهنې وزارت په يو شمېر ولايتونو کې د ښځينه ښوونکو له کمي سره مخ دی

انځور، ارشيف

وروسته له هغې چې د طالبانو د پوهنې وزارت د هېواد په شلو ولایتونو کې د له اوو زره زیاتو نویو ښوونکو او نورو اداري کارکونکو د ګمارلو لپاره پوستونه د ازادې سیالۍ له لارې اعلان کړل، د دې وزارت یوه چارواکي وویل چې په دې ولایتونو کې سخت د ښځینه ښوونکو له کمي سره مخامخ دي.

دغه چارواکي چې نه یې غوښتل د موضوع د حساسیت له امله یې نوم واخیستل شي، تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل، هیله من دي چې د نژدې ۲۱۰۰ نویو ښځینه ښوونکو په ګومارلو سره به دغه تشه تر ډېره ډکه شي.

د پوهنې وزارت د ښځینه ښوونکو په ګډون د په زرګونو نویو ښوونکو د ګومارلو لپاره دغه اقدام داسې مهال کوي چې د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې د له شپږم ټولګي پورته نجونو زده کونکو پرمخ ښوونځي تړلي دي.