په افغانستان کې اقتصادي بحران او بې وزلۍ ته اندېښنه وښودل شوه

د نړیوال سره صلیب کمېټه په افغانستان کې له اوږدې مودې راهیسې د افغانانو ملاتړ کوي.

د نړیوال سره صلیب مشر په افغانستان کې مخ په زیاتېدونکي اقتصادي بحران او بې وزلۍ ته اندېښنه وښوده.

ایلو فیلون پرون په یوه ټویټ کې ویلي، چې دې تراوسه زیات خلک په کابل کې ویني چې د خپل کور وسایل پلوري چې په پیسو یې خواړه واخلي.

هغه زیاته کړې، چې د اقتصادي بحران په ژور کېدو سره په میلیونونو خلک له فقر او بې وزلۍ سره مخ شوي دي.

د فیلون په وینا دغه بحران د نړیوالې ټولنې د هڅو له همغږي کېدو پرته نه شي کابو کېدای.