د برېتانيا د خبريالانو ملي ټولنې د افغان خبريالانو پر وړاندې محدوديتونه غندلي

انځور، د طلوع خصوصي ټلوېزيون خبريالان

د برېټانیا د خبریالانو ملي ټولنې د افغان خبریالانو په وړاندې د طالبانو زیاتیدونکي محدودیتونه غندلي.

دې ټولنې نن په یوه اعلامیه کې ویلي چې طالبان باید د افغان خبریالانو خپلسري نیونې او محدودیت ودروي.

څو ورځې مخکې د خبریالانو نړیوال فدراسیون اندېښنه ښودلې وه چې په افغانستان کې د بیان ازادي ورځ تر بلې محدودیږي.

د بریټانیا د خبریالانو د ملي ټولنې په نننۍ اعلامیه کې د طالبانو له خوا د دوو خبریالانو میرزا حسني او رومان کریمي نیول کېدو ته اشاره شوې او طالبان تورن شوي چې دا خبریالان یې ځورولي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ویلي چې دا دوه خبریالان د رسنیز فعالیت لپاره نه بلکې د ده په خبره د جنايي دوسیې په خاطر نیول شوي وو چې یو تن یې وختي له بنده خلاص شوی.