د خوړو نړيوال پروګرام: په۴ ولايتونو کې ۱۵۰۰۰ زره کورنيو سره مرستې شوي

ارشيف

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د افغانستان په څلورو ولایتونو کې له ۱۵۰۰۰ څخه زیاتو کورنیو سره د خوراکي توکو د مرستې خبر ورکوي.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې، دغه مرستې تېره اوونۍ په بدخشان، هلمند، کاپیسا او نورستان ولایتونو کې پر اړو کسانو ووېشل شوې.

د خوړو نړیوال پروګرام زیاته کړې، چې په افغانستان کې ټولټال ۱۸ میلیونه کسانو بشري مرستې ترلاسه کړي دي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې په افغانستان کې شاوخوا ۲۰ میلیونه وګړي له لوږې سره مخ دي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.