ترکیې په کابل کې سلګونه کورنیو سره مرسته وکړه

دا هغه مرستې دي، چې د «نېکي» په نوم رېګاډي په وسیله افغانستان ته لېږل شوې وې.

د ترکیې سفارت وايي، په کابل کې یې پر ۵۰۰ کورنیو بشري مرستې وېشلي دي.

دغه سفارت پرون په یوه لنډ بیان کې ویلي، دا هغه مرستې دي، چې د «نېکي» په نوم رېګاډي په وسیله افغانستان ته لېږل شوې وې.

ترکیې تر دې مخکې هم په بېلابېلو ولایتونو کې له سلګونو اړو کورنیو سره بشري مرستې کړې وې.