پوتین: اوکراین د تور سمندرګي بندرونو کې ماینونه ښخ کړي

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین

په داسې حال کې چې روسیې ازوف او تور سمندرګيو ته غځېدلې لارې تړلي او هلته د اوکراین یو ملیون ټُنه غله راګیر پاتې ده، د روسیې ولسمشر پر اوکراین د تور سمندرګي په بندرونو کې د ماینونو ښخولو تور ولګاوه.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د روسیې په سوچي ښار کې په یوه ټلویزیوني مرکه کې وویل: «موږ هغه کسان نه وو چې په بندرونو کې یې ماینونه وکرل، دا اوکراین و. ما په وار- وار خپلو ټولو سیالانو ته ویلي، پرېږدئ چې اوکراین بندرونه له ماینونو پاک کړي او پرېږدئ چې د غلو دانو کښتۍ له بندرونو ووځي. موږ یې خوندیتوب تضمینوو.»

د روسیې ولسمشر وايي، اوکراین ته د غلو د لېږدولو تر ټولو ساده او ارزانه لار بېلاروس دی.

خو غربي هېوادونه روسیه تورنوي، چې اوکراین ته یې د غلو دانو د لېږد مخه نیولې ده.