د ناټو سرمنشي د فنلنډ او ترکیې چارواکو سره خبرې کړي

د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ

د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ وایي، د فنلنډ له صدراعظمې سره یې کتلي او د ترکیې له ولسمشر سره یې چې په ناټو تړون کې د فنلنډ او سویډن د غړیتوب مخالفت کړی، خبرې کړې دي.

ستولتنبرګ چې روانه اوونۍ یې له واشنګټن څخه کتنه ترسره کړې، پرون جمعه په یوه ټویټ کې ویلي، چې د فنلنډ له صدراعظمې سانا مارین سره یې په واشنګټن کې کتلي او ورسره یې د هغو اندېښنو په اړه چې ترکیه یې لري، خبرې کړې چې ورته ځواب وویل شي څو په ناټو کې د فنلنډ او سویډن د غړیتوب د غوښتنلیکونو پروسه مخ ته لاړه شي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیپ اردوغان ویلي، په ناټو تړون کې د شمالي اروپا د دغو دواړو هېوادونو له غړیتوب سره په دې خاطرمخالف دی چې دواړه د ترهګرو ډلو ملاتړکوي.

د اردوغان اشاره د منع کړای شوي د کردستان د کارګرانو ګوند پي کې کې او په سوریه کې د وای پي جي په نوم د ولسي دفاع کرد ملېشو ته وه.