د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيال: پر اوکراين د روسيې بريد خلکو ته د منلو نه‌دی

ارشيف، د اوکراين د جګړې يو انځور

ملګري ملتونه وایي چې پر اوکراین د روسیې غیرموجه برید د ملګرو ملتو له اصولو سره په ټکر کې دی او دا جګړه چې نن یې سل ورځې پوره شوې د خلکو د منلو نه ده.

د ملګرو ملتو د سرمنشي مرستیال او د اوکراین د کړکېچ همغږه کوونکي امین عواد نن په یوه بیان کې وویل، دا جګړه نه ګټونکی لري او نه به یې ولري او په تېرو سلو ورځو کې ګورو چې خلک وژل شوي، کورونه ویجاړ شوي، کارونه ګډوډ شوي او هیلې مړاوې شوې دي.

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زلنسکي پرون ویلي و چې مسکو د اوکراین د خاورې شل په سلو کې تر اوسه لاندې کړې ده.