امريکا: طالبان بايد له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه پر خپلو ژمنو عمل وکړي

د امريکا بيرغ

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، که څه هم امریکا په افغانستان کې پوځي حضور نه لري، خو د احتمالي ګواښونو په وړاندې چې له افغانستانه راڅرګندېږي، هوښیاره ده.

د امریکا د بهرنیو چار وزارت ویاند نید پرایس پرون پنجشنبه ناوخته په یوه خبري ناسته کې د یو خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل: "زه د دى مشخص راپور په اړه تبصره نه کوم، خو زه دا وايم چې طالبان او د داعش خراسان څانګه په څو علتونو قسم خوړلي دښمنان دي او موږ په دې اړه خپل نظر څرګند کړى. که څه هم موږ په افغانستان کې پوځي حضور نه لرو، خو د داعش ډلې له ادرسه امريکايانو او امريکا ته له ورپېښو بالقوه ګواښونو خبر يو، افغانستان بايد له دې وضعيته راووځي او موږ يو ځل بيا پر طالبانو غږ کوو چې پر خپلو ژمنو ولاړ ووسي او د ترهګرۍ ضد ژمنو باندې عمل وکړي، موږ به دې ډلو ته اجازه ور نه‌کړو چې په ازاده توګه افغانستان کې فعاليت وکړى."

د امریکا د بهرنیو چار وزارت ویاند نید پرایس

مخکې له دې هم د امریکا د دفاع وزارت او د بهرنیو چارو وزارت چارواکو له افغانستانه دوی ته د داعش ډلې د احتمالي ګواښونو په اړه اندېښنې او خبرداري مطرح کړي وو.

خو د طالبانو د حکومت چارواکي ډاډ ورکوي چې نه یوازې د امریکا بلکې د هېڅ هېواد پر ضد به د افغانستان خاورې کارولو ته اجازه ور نه‌کړي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تازه د ښاغلي پرایس د څرګندونو په غبرګون کې ازادي راډیو ته وویل: "موږ هڅه کوو د دې فتنه ګرو یا داعش ډلې په نوم چې کوم کسان فعالیت لري، دا محو کړو چې افغانستان ارامه او باوري شي، بیا به هېڅ چا ته هم هېڅ ډول زیان متوجه نه وي،له امریکا سره زموږ کړې ژمنې په خپل ځای دي."

ښاغلی مجاهد وایي امریکا هم باید د دوی له حکومت او افغانانو سره خپلې کړې ژمنې عملي کړي چې په خبره یې له تورو لېستونو د دوی د حکومت د ځینو غړو نومونه لیرې، حکومت يې په رسمیت وپېژنې او د افغانستان بانکي شتمنۍ ازادې کړي.

د طالبانو حکومت وايي، جنګيالي يې د داعش ډلې په ځپلو کې بريالي دي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورڅې مخکې د طالبانو د حکومت د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد CNN تلوېزیون سره په یوه مرکه کې ویلي وو چې له امریکا سره د دوحې د هوکړې له مخې، طالبان د خپلو ژمنو د عملي کولو ملي مسوولیت لري او د افغانستان خاوره به د امریکا پر ضد ونه کاریږي.

خو د ډیموکراسۍ د دفاع لپاره د یو امریکا بنسټ غړی بېل روګیو ازادي راډیو سره خبرو کې وویل چې اوس چې طالبان پر افغانستان بشپړ واک لري، له القاعده ډلې سره یې اړیکې تر پخوا هم ګواښوونکې دي.

نوموړي ويلي: "

موږ وليدل کله چې القاعدى د سپتمبر د ۱۱ له پيښى مخکې په افغانستان کې امن ځاى درلود نو نړى کې څه پيښ شول.​

نن طالبان پر افغانستان بشپړ واک لري، دا په دى معنا ده چې دوى کولى شي القاعده ډلې ته پناه ورکړې او دا پټنځاى القاعده ته د دې فرصت ورکوي چې خپل جنګيالي سره راټول او روزنه ورکړي، د دې ډلې مشران او جنګیالي کولای شي چې د لويديځ پر ضد او په نړۍ کې د لويديځ د ګټو په ضد بريدونه پلان کړي. د القاعدې ګواښ نن د سپټمبر د ۱۱ له پېښې په مراتبو ستر او جدي دى."

په دې وروستیو کې ډېری امریکايي او پاکستاني رسنیو هم په افغانستان کې د داعش ډلې د پراخ حضور ترڅنګ د القاعدې او پاکستاني طالبانو یا TTP د فعالیتونو په اړه راپورونه ورکړي دي.