هندي پلاوي له طالب چارواکو سره په بېلابېلو برخو کې د مرستو د دوام ژمنه کړې

کابل دا مهال د دوو رقیبو هېوادونو، هند او پاکستان د پلاوو کوربه دی.

کابل ته تللي هندي پلاوي طالب چارواکو ته په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

د هندي پلاوي مشري د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت یو لوړپوړی ډیپلومات او منشي جي پي سنګ کوي چې پرون یې د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره هم وکتل.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند قهار بلخي پر خپله ټویټرپاڼه د دغو خبرو اترو جزیات خپاره کړي او ویلې يې دي، پر ډيپلوماتیکو اړیکو، دوه اړخیزې سوداګرۍ او بشري مرستو بحث شوی دی.

ښاغلي بلخي وړاندې ویلي، هندي پلاوي ورته ډاډ ورکړی چې هېواد به یې له افغانستان سره بېلابېلو برخو کې پر مرستو او کار کولو غور وکړي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ادعا کوي چې د تېرو کلونو په پرتله سږ کال هند ته د افغانستان صادرات هم زیات شوي او په خبره یې هندي پلاوي ورته ویلي چې دا صادرات نور هم زیاتېدی شي.

معلومه نه‌ده چې دا هندي پلاوی به تر کله په کابل کې پاتې کېږي، خو طالبان وایي، پرېکړه شوې چې دا ډول تګ راتګ به دوام پیدا کوي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت پرون پنجشنبه په یوه اعلامیه کې ویلي چې کابل ته د دې پلاوي د سفر هدف له افغانانو سره د هند د بشري مرستو پراختیا، د هند په مرسته د جوړو شویو پروژو کتنه او له افغانستان سره روغتیایي مرسته ده.

هند د افغانستان له تېر جمهوري نظام سره په پوځي او ملکي برخو کې همکاري درلوده.

هند له دې مخکې هم افغانستان بېلابېلو برخو کې مرستې کړي دي.

په پوځي برخه کې هند د افغانستان د پوځ سرتېرو ته روزنه ورکوله او ملکي برخه کې يې پر یو شمېر لویو پروژو پانګونه کوله چې د ملي شورا نوې ودانۍ او سلما بند یې ښې بېلګې یادېدی شي.

کله چې طالبان تېر کال اګست کې بیا په افغانستان کې واک ته ورسېدل او ورسره بشري بحران جدي شو، نو هند له خپله اړخه له افغانانو سره د پنځوس زره مټریک ټنه غنمو مرسته اعلان کړه.

هندي پلاوی له طالبانو سره د ښو اړیکو د جوړولو په لټه کې دی او تر دې وړاندې د هند د بهرنیو چارو وزیر ویلي، که طالبان په کابل کې د دوی د سفارت امنیت ټینګ کړي، دوی کولای شي قونسلي چارې بېرته پيل کړي.

د هند دا پلاوی داسې مهال کابل ته تللی چې د پاکستان د قبایلي سیمو د قومي مشرانو او سیاستوالو یو هیت هم کابل کې دی او له پاکستاني طالبانو سره د سولې خبرې مخ ته وړي.

طالبانو ویلي، دوی د پاکستاني حکومت او پاکستانی طالبانو ترمنځ د خبرو منځګړیتوب کوي او په خبره یې دا هڅې ښې مخته روانې دي.

هند او پاکستان چې په خپلو کې د اوږدې مودې تربګني لري، هر یو هڅه کوي چې افغانستان کې حاکمو نظامونو ته نژدې پاتې شي.

خو دا چې د طالبانو حکومت به له دغو رقیبو هېوادونو سره خپلې ګډې ګټې او اړیکې څه ډول مدیریت کړي، وخت به یې ځواب ورکړي.