د اروپايي کمېسيون مشره: اروپايي ټولنه مسؤليت لري چې اوکراين ته د غړيتوب امکانات چمتو کړي

د اروپایي کمیسیون مشره اورسلا وان دیرلین د اوکراين پلازمېنه کييف کې

اوکراین لا هم د روسیې د یرغل د دوام شاهد دی او د جګړې له شدت سره همهاله د امریکا د ولسمشر جوبایډن ادارې پر روسیې تازه بندیزونه لګولي دي.

د اروپایي کمېسیون مشره اورسلا وان دیرلین وایي، اوکراینیان له اروپایي ټولنې سره د غړیتوب غوښتنه لري او دا امکانات باید ورته برابر شي.

نوموړې پرون پنجشنبه د سلواکیا پلازمېنه براتیسلاوا کې د ګلوبسیک ( GLOBSEC) امنیتي کانفرانس ته په وینا کې وویل: "اوکراینیان زړورو جنګیږي، ځکه هغوی پوهېږي چې څه ډول راتلونکې غواړي، دوی یوه داسې ازاده ټولنه غواړي چې دیموکراسۍ سره تړلې وي، هغوی غواړي اروپایي ټولنې سره یوځای شي."

مېرمن وان دیرلین وایي، دا غوښتنه تل د اوکراینیانو له خوا شوې او د دې په باور دا کار نه یوازې د اروپا په ګټه، بلکې د اروپایي ټولنې اخلاقي دنده ده.

بل لور ته د روسیې د ولسمشر ویاند دمیتري پیسکوف د اوکراین پوځي ملاتړ ته غبرګون ښودلی دی.

پیسکوف په خپل ورځني ټیلفوني خبري کانفرانس کې ویلي، اوکراین ته د نویو وسلو ورکول به د روسیې پوځي عملیات بدل نه کړي خو په خبره یې د اوکراینیانو رنځ به زیات کړي.

بل لور ته د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي ویلي، پر هېواد یې

د روسیې د بې دلیله یرغل له پیله تراوسه یوازې لږ تر لږه ۲۴۳ ماشومان وژل شوي دي.

نوموړي ويلي: "د روسیې د یرغل په ۹۸ ورځو کې ۶۸۹ ماشومان زیانمن شوي دي، دا هغه کسان دي چې موږ یې په اړه معلومات لرو. موږ تر اوسه د ټولې اشغال شوې سیمې په اړه معلومات نه لرو. نن معلومه شوه چې ۴۴۶ ماشومان ټپیان، ۲۴۳ وژل شوي او ۱۳۹ نور ورک دي."

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي

اخوا د امریکا د ولسمشر جوبایډن ادارې پرون پر روسیې نوي بندیزونه اعلان کړل.

په دې بندیزونو کې د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین اړوند څو تفریحي بېړۍ او د فولادو د تولید یو لوی شرکت شامل دی.

تر دې وړاندې هم امریکا او اروپایي ټولنې د روسیې پر اقتصادي سکتورونو او بانکونو بې ساري بندیزونه اعلان کړي دي.