د فرانسې سفير او ډاکټر عبدالله عبدالله د افغانستان پر وضعيت خبرې کړي

د فرانسې سفير ديويد مارتينون او ډاکټر عبدالله عبدالله د افغانستان پر وضعيت خبرې کړي

د افغانستان لپاره د فرانسې سفیر پرون د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا له پخواني رييس عبدالله عبدالله سره وکتل.

د فرانسې سفیر دیوید مارتینون د دې کتنې په اړه پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې له خپل ملګري ډاکتر عبدالله سره یې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان په اړه ګټورې خبرې کړي دي.

ده د خپلو خبرو نور جزییات او ځای په اړه څه نه دي ویلي خو عبدالله عبدالله له اته میاشتې نظربندۍ وروسته د تېر ثور په لسمه د خپلې کورنۍ له غړیو سره د لیدو لپاره هند ته لاړ او لا هم همالته دی.

ویل کېږي چې ښاغلی عبدالله غواړي چې بېرته هېواد ته ستون شي.