د قوش تپې کانال د جوړېدو چارو د ژر بشپړېدو خبر ورکړل شو

ارشيف

د افغانستان د ملي پراختیا شرکت وايي، د قوش تپې کانال د جوړېدو چارې به له ټاکل شوي وخت مخکې پای ته ورسېږي.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني نن پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي دي، د ملي پراختیا شرکت مشر عبدالرحمان عطاش د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې ویلي دي، چې د قوش تپې کانال د جوړېدو چارې په سم ډول روانې دي او له ټاکل شوي وخت مخکې به پای ته ورسېږي.

ښاغلي عطاش د قوش تپې کانال د افغانستان مهمه ملي پروژه ګڼلې ده او ویلې یې دي چې د دې ترڅنګ په ځینو نورو پروژو هم کار کوي.

د قوش تپې کانال چې ۲۸۵ کیلومتره اوږدوالی لري، د جوړېدو عملیاتي چارې یې په تېر جمهوري حکومت کې پيل شوې خو د یاد حکومت له نړېدو وروسته طالبانو یو ځل بیا د روان میلادي کال په مارچ میاشت کې د دې کانال د جوړېدو چارې پیل کړې.