د شپږيزې ليګ سږنۍ سيالۍ په جولای کې ترسره کېږي

شپږیزه د افغانستان د کرېکټ کورنی لیګ دی چې سږ کال یې اتم پړاو ترسره کېږي.

د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان وکړ چې د شپږیزې لیګ سږنۍ سیالۍ به په جولای میاشته کې ترسره شي.

کرېکټ بورډ نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې تړاو د دوی مشرتابه او د شپږیزې لیګ امتیاز لرونکو غونډه هم وکړه.

خبرپاڼه کې راغلي چې ډېر ژر به دغه لیګ ته د لوبغاړو د پېرلو مراسم هم ترسره شي.

شپږیزه د افغانستان د کرېکټ کورنی لیګ دی چې سږ کال یې اتم پړاو ترسره کېږي.

دغه لیګ کې پخوا یو شمېر بهرنيو لوبغاړو هم ګډون کړی دی.