د امريکا دفاع وزير: ځواکونو مو افغانستان کې د ډيموکراسۍ لپاره قرباني ورکړې

د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټن

د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټن وایي، ځواکونو یې په افغانستان کې د ډیموکراسۍ لپاره قرباني ورکړې.

اسټن دا څرګندونې، چې د امریکا د دفاع وزارت پر وېبپاڼه خپرې شوي، پرون د افغانستان د شل کلنې جګړې پر مهال د خپلو وژل شویو او ټپي شویو سرتېرو د درناوي په پار جوړه شوې غونډه کې وکړې.

امریکایي ځواکونه له شاوخوا شل کلن پوځي ماموریت وروسته د تېر کال د اګست میاشتې په وروستۍ نېټه له افغانستانه په بشپړ ډول ووتل.

د امریکا دفاع وزارت وایي، د دوی دغې تر ټولې اوږدې جګړه کې ۲۴۶۱ سرتېري وژل شوي دي.