روغتيا وزارت: ۵ مياشتو کې د لېوني سپي د داړلو تر ۵ زره ډېرې پېښې ثبت شوي

ارشيف

د طالبانو د حکومت د روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۵ میاشتو کې د لېوني سپي د داړلو تر ۵ زره ډېرې پېښې یې ثبت کړي دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند جاوید هژیر وايي، د سږ کال له پیله تر اوسه پورې د ۳۱۲۱ نارینه وو، ۹۵۲ ښځو او یو زرو ۹۶ ماشومانو پېښې په روغتونونو کې ثبت شوي دي.

د ښاغلي هژیر په وینا په یادو کسانو کې لږ تر لږه ۸ تنه د لېوني سپي د داړلو له کبله مړه شوي دي.