د ايران او تاجکستان ولسمشرانو د افغانستان پر سوله او ثبات خبرې کړي

د ايران ولسمشر ابراهيم رييسي او دتاجکستان ولسمشر امام علي رحمان

د ایران ولسمشر پرون په تهران کې د تاجکستان له ولسمشر سره په کتنه کې وویل چې په افغانستان کې د تروریستانو حضور د اندېښنې وړ دی.

ابراهیم رييسې چې له امام علي رحمان سره له کتنې وروسته په یوه خبري غونډه کې خبرې کولې، وویل چې د دوی ګډ نظر دا دی چې په افغانستان کې دې سوله، امنیت او ثبات ټینګ شي.

ده په عین حال کې وویل چې دواړه هېوادونه په افغانستان کې د تروریستانو حضور نه شي منلی.

ایران په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیتونو پر زیاتېدو اندېښنه لري.