د افغانستان بانک نن ۱۲ نيم ميليون ډالر ليلاموي

ارشيف

د افغانستان بانک ویاند صابر مومند ازادي راډیو ته وویل، دا اقدام د بازار وضعیت ته په کتو او د بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانیو د ارزښت د ساتنې لپاره کېږي.

ده له ټولو شرکتونو څخه چې په شرایطو برابر وي، وغوښتل چې په مزایده کې ګډون وکوي:

نوموړي ويلي: "له ټولو تجارتي بانکونو او د پیسو له خدماتي شرکتونو چې په شرایطو برابر وي، غوښتل شوي چې په دې لیلام کې ګډون وکړي."

د افغانستان بانک هر څه موده وروسته لسګونه ميلیون ډالر لیلاموي چې د افغانیو د ارزښت له ثبات سره مرسته وکړي.