نړیوالې ورځپاڼې د افغانستان په اړه څه وايي؟

نړیوالې ورځپاڼې

نیوزویک:

نیوزویک مجلې د مې د دېرشمې یا د وژل شویو امریکاي سرتېرو د یاد د ورځې په مناسبت په افغانستان کې د وژل شوي امریکايي تورنجنرال هارولد ګرین د لور امیلیا ګرین وینا رااخیستې چې وايي، دا ورځ دې ته خوښي نه ورکوي.

امریکایان هرکال د مې په دېرشمه د میموریل ډې په ورځ په نورو هېوادونو کې د خپلو وژل شویو سرتېرو یاد ته درناوی کوي او دا ورځ په ویاړ سره لمانځي.

د زړورتیا د بیرغونو په نوم د متقاعدو پوځیانو یوه شرکت وړاندیز کړی، چې امریکایان باید وکولای شي چې په دې ورځ یو بل ته مبارکۍ ووايي خو نیوزویک د امیلیا ګرین له قوله لیکي چې نوموړې وايي، د دې ورځې په ویاړ بېلابېل شرکتونه دې ته ایملیونه استوي خو دا زیاتوي چې دا پیغامونه یې ناآرامه کوي ځکه د دې په وینا دا هغه ورځ ده چې په جګړه کې د وژل شویو کسانو یاد پکې تازه کېږي.

ایملیا نیوزویک ته ویلي، میموریل ډې د رخصتي ورځ ده او د دوبي له پیل سره برابره ده نو باید د خوشالۍ وخت وي خو دا وايي د هغو کسانو لپاره چې خپل عزیزان یې په جګړو کې له لاسه ورکړي دي، دا د کال تر ټولو بده ورځ ده.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د میموریل ډې په مناسبت د هغو پوځیانو تصویرونه خپاره کړي چې په افغانستان او نورو هېوادونو کې د امریکا له پوځي ماموریت څخه په الهام سره یې اوس په امریکا کې کاروبار شروع کړی.

په یوه تصویر کې یوه لپه کې زعفران لیدل کېږي او ورسره لیکل شوي، چې درېیو متقاعدو ښځینه سرتېرو اوس د رومي سپایس په نوم په امریکا کې یو تجارتي شرکت پرانیستی.

ورځپاڼه د یوې سرتېرې له قوله لیکي چې وايي، دا خپلې خونې ته د زعفران په راوړلو حیرانه شوې وه نو ځکه د دې په وینا ښايي د زعفران په بوی هر آشپز بېسده شي.

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، دې شرکت په افغانستان کې د کار پرمهال شاوخوا څلور زره ښځو ته د کار امکان برابر کړی و، خو بنسټ ایښودونکو یې نه غوښتل چې د افغانستان او امریکا حکومتونه یې ملاتړ وکړي ځکه فکر یې کاوه چې دواړه حکومتونه په خپلو چارو کې بریالي نه وو.

همداراز د یوه بل امریکايي سرتېري ماتیو ګریفین له قوله راغلي، چې وايي ده په افغانستان کې د پوځي خدمت پرمهال د څپلیو د تولید یوې کارخونې ته له تلو وروسته په امریکا کې د همدې ډول څپلیو د تولید کاروبار پیل کړی دی.

نیویارک ټایمز د کار پرمهال د دې سرتېري عکسونه هم خپاره کړي او ورسره لیکلي یې دي، چې د افغانستان جګړه د منفي اړخونو ترڅنګ ځینې اړخونه هم لري چې یو یې د امریکايي ځواکونو لپاره د افغانستان له تجربو زده کړه ده.