طالبانو په ټول افغانستان کې د کرونا واکسین کمپاین اعلان کړ

په دې کمپاین کې به له ۴،۵ میلیونو څخه تر ۴،۸ میلیونو پورې کسان واکسین شي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت په ټول افغانستان کې د کرونا واکسین کمپاین اعلان کړ.

د دغه وزارت وياند جاوېد هژیر پرون رسنيو ته په یوه پيغام کې ویلي، چې دغه کمپاين د غبرګولي په څلورمه پيل شوى او تر يوې مياشتې به دوام وکړي.

هغه زیاته کړه، په دې کمپاین کې به له ۴،۵ میلیونو څخه تر ۴،۸ میلیونو پورې کسان واکسین شي.

د طالبانو د رژيم د رسمي شمېرو له مخې د تېر کال له اګست مياشتې راهيسې په افغانستان کې له څلور نيم ميليونو ډېر کسان واکسين شوي، چې په دې سره د واکسين شويو کسانو شمېر اته نيم ميليونو ته رسېږي.