د افغانستان لپاره د امریکا استازي ازبکستان ته خپل وروستی سفر ګټور وباله

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ازبکستان ته خپل وروستی دوه ورځنی سفر ګټور وباله.

توماس ویسټ پرون د مې ۲۸مه په یو لړ ټویټونو کې لیکلي، چې ازبکستان د افغانانو په ملاتړ کې مهم رول لوبوي.

ویسټ زیاته کړه، چې د ازبکستان مشرتابه له طالبانو سره د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې، بشري حقونو او ثبات په ګډو لومړیتوبونو کار کوي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی وایي، له ازبکستان سره به د امریکا ملګرتیا هم دوامداره او پراخه شي.

د هغه په وینا، د ترمذ ښار یو مهم بشري مرکز دی او ازبکستان به په دې ټولو مساییلو سربېره افغانستان ته د برېښنا لیږل جاري ساتي.