په کندهار کې د انارګل دودیزه مشاعره جوړه شوه

په کندهار کې د انارګل مشاعرې انځور

په کندهار کې د انارګل دودیزه او کلنۍ مشاعره جوړه شوه.

دغه مشاعره، چې هر کال د انار د ګلونو د غوړېدو پر مهال جوړېږي سږ کال د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست لخوا د هېواد له بېلابېلو سيمو شاعران او فرهنګپالان وربلل شوي وو.

که څه هم په دې مشاعره کې د تېرو کلونو خلاف انتقادي شعرونه نه و، خو یو شمېر شاعرانو د انارګل په ستاینه او دغه راز حماسي او د میني شعرونه وویل او په پاى کې یوه تمثیلي ټوټه هم نندارې ته وړاندې شوه.

نور جزييات د لاندې لينک په کېکاږلو سره اورېدلى شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د کندهار راپور