د کاناډا او ايران ترمنځ د فوټبال سيالۍ لغوه شوې

ارشيف

د کاناډا د فوټبال فدراسیون له ایران سره د جون په پنځمه لوبه لغوه کړه خو تر اوسه يې د لوبې د لغوه کېدو لاملونه نه دي په ډاګه کړي.

خو د کاناډا په فوټبال فدراسیون او حکومت باندې ګڼ فشارونه وو چې د ایران له ټیم سره دا مسابقه ترسره نه کړي.

په خپله صدر اعظم جستن تروډو هم د لوبې په اړه مخالفت ښودلی و.

د مخالفو خلکو لویه برخه د هغې الوتکې د قربانیانو کورنۍ او دوستان وو چې د ایران له خوا نسکوره شوه او پکې لسګونه ایراني کاناډایان او د افغانانو په شمول د ځینو نورو هېوادونو خلک پکې ووژل شول.

د کاناډا د فوټبال فدراسیون له ایران سره دا لوبه د نړیوال جام د چمتووالي په هدف ترسره کوله.