تاجکستان نن د افغانستان په تړاو د ناستې کوربه دی

تاجکستان کې د افغانستان په تړاو د يوې پخوانۍ ناستې انځور

د تاجکستان پلازمېنه دوشنبه د سیمې د هېوادونو د ملي امنیت د سلاکارانو د یوې ناستې کوربه ده.

د افغانستان په اړه په دې غونډه کې د هند، روسیې، چین، ایران او منځنۍ اسیا د هېوادونو د ملي امنیت سلاکاران برخه لري.

په افغانستان کې د ښځو د حقونو او د ټول ګډونه حکومت په اړتیا باندې په دې ناسته کې خبرې کېږي.