بلينکن د چين په اړه د امريکا د حکومت پاليسي څرګنده کړه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن پرون (پنجشنبې) د چین په اړه د ولسمشر جو بایډن د حکومت پالیسي څرګنده کړه.

ده چې په واشنګټن کې خبرې کولې، وویل، په داسې حال کې چې د امریکا متحدایالتونه په اوکراین کې د روسیې جګړه د نړیوال ثبات لپاره تر ټولو فوري ګواښ ګڼي، د بایډن اداره باوري ده چې چین لا ستر ګواښ پېښوي.

په واشنګټن کې د چین سفارت د بلینکن د څرګندونو په اړه سمدستي څه نه دي ویلي.