هند کې يو افغان د ناقانونه درملو د وړلو په تور نيول شوی

ارشيف

د ډیلي په هوايي ډګر کې یو افغان په غیرقانوني ډول د درملو د وړلو په تور ونیول شو.

هندي رسنۍ وايي، دغه افغان د چهارشنبې په ماښام له ډیلي څخه کابل ته د څه باندې ۶۴ لکه هندي روپیو په ارزښت د ګولیو د وړلو په خاطر د ګمرکي چارواکو له لوري نیول شوی دی.

ګمرکي چارواکي وايي، له نیول شوي افغان سره کشف شوې ګولۍ د مغزي تومور د درملنې لپاره کارول کېږي.