کابل کې د چين د ټکنالوژۍ توليداتو نندارتون پرانيستل شو

ارشيف

د چین د ټکنالوژۍ او نورو تولیداتو لومړنی نندارتون پرون په کابل کې پرانیستل شو.

په دغه نندارتون کې بایسکلونه، موټرسایکلونه، برېښنايي او ګازۍ بخارۍ، لمریز موټر، بېټرۍ، یخچالونه، کرنیز او سپورتي وسایل، امنیتي کمرې او نور الیکترونیکي وسایل نندارې ته اېښودل شوي دي.

دا نندارتون به نن او سبا هم دوام ولري.