فعالان: د روغتيايي خدمتونو لږوالی د معتادو ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي سبب شوی دی

ارشيف

معتادې ښځې او ښځو د حقونو فعالان په ولایتونو کې د معتادینو د درملنې په اړه اندېښنه لري، دوی وايي چې په ولایتونو د معتادینو د درملنې خدمتونه کم شوي او که دا حالت دوام وکړي، نو معتادې مېرمنې به همداسې معتادې پاته شي او د کورنۍ تاوتريخوالي ښکار به شي.

له دې ولايتونو څخه يو هم فراه ولات دی، هغه ولایت چې معتادین، په تېره بیا په وروستيو میاشتو کې ښځينه معتادينې پکې ډېر شوي او هغه ښځې چې تازه يې درملنه شوې وايي، په فراه ولايت کې نشه يي مواد اسانه پيدا کېږي، دوی اندېښنه لري چې داسې نه وي بېرته معتادې شي او که معتادې شي، نو د کورني تاوتریخوالي قرباني به شي.

نژدې یوه مياشت کېږي چې سليمه د فراه ولایت د معتادو ښځو او ماشومانو د درملنې په مرکز کې بستري ده.

سلیمې اته کاله د تارياکو نشه کړې او د دوی په شپږ نفري کورنۍ کې يوازې لور يې نشه نه کوي، د کورنۍ پاته نور ټول غړي يې په نشو اخته شوي دي.

سليمه څو ورځې وروسته له کلينيک څخه رخصتېږي، خو دا چې د دوی په سيمه کې نشه يي مواد اسانه او ارزانه پيدا کېږي، دا اندېښنه لري چې بېرته به په نشو اخته شي.

نوموړی وايي: "غواړم چې په خير سره بيا کار ته پام واړوم او يو مصروفيت راته پيدا شي چې نشه يي مواد مې هېر شي. که نشه يي مواد پرېږدم، کورنۍ به ګوزاره را سره وکړي، خو که نشې ته دوام ورکړم بيا هغه پخوانی يوازیتوب، کنايې او پېغورونه پيل کېږي."

که نشه يي مواد پرېږدم، کورنۍ به ګوزاره را سره وکړي

سليمه وايي که دا بېرته په نشو اخته شي، نو د کورني تاوتریخوالي قرباني به شي، ځکه تر دې مخکې يې هم د نشو له امله کورنی تاوتریخوالی تجربه کړی دی.

سليمې پر کورني تاوتریخوالي سربېره، د خپلو ماشومانو د ناروغۍ درد او غم هم ليدلی دی، ځکه ماشومان يې د دې په ګېډه کې او يا تر زېږېدو وروسته د دې يا معتاد پلار د نشو له امله معتاد کېږي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، د نړۍ په هرو پنځو معتادو ښځو کې يوازې یوه يې د درملنې اسانتياوې په واک کې لري، خو په ۱۳۹۹ شمسي کال کې د افغانستان د عامې روغتيا وزارت څېړنو ښودلې وه چې، په افغانستان کې تر دې هم لږ معتادې ښځې روغتيايي خدماتو ته لاسرسی لري.

د معتادینو د روغتيايي مرکزونو د لږوالي تر څنګ، په افغانستان کې د نارينه او ښځينه معتادینو تر منځ توپيري چلند د دې سبب شوی چې، ډېری کورنۍ خپلو معتادو ښځو ته اجازه ور نه‌کړي چې د درملنې لپاره روغتيايي مرکزونو ته ولاړې شي او له هغوی سره په کور کې د يوه زنداني په ډول چلند کېږي.

د ښځو د حقونو فعاله پروين طوفان وايي، په افغانستان کې د روغتيايي خدمتونو له کمېدو سره سم، معتادو ښځو ته ډېر زيان اوښتی او د نشې پرېښودلو په برخه کې د امکاناتو نشتوالي هغوی له کورني تاوتریخوالي سره مخ کړي دي.

نوموړې وايي: "کورنۍ اندېښمنې دي، کورنی تاوتریخوالی مخ پر ډېرېدو دی او په ټولنه کې د ګډوډۍ سبب شوی دی. هغه کلينیکونه چې پخوا مو درلودل شمېر يې لږ شوی او ځينې يې تړل شوي دي. موږ په فراه ولایت کې يو (۳۵) بستريز کلینيک لرو چې کفايت نه کوي او د معتادینو د دې سېل مخه نه شي نيولای."

کورنی تاوتریخوالی مخ پر ډېرېدو دی او په ټولنه کې د ګډوډۍ سبب شوی دی.

د فراه ځايي چارواکي د معتادو ښځو لپاره د روغتيايي خدماتو د دوام خبر ورکوي، خو وايي څو مياشتې کېږي چې د معتادینو د درملنې مرکزونو کارکوونو معاشونه نه دي اخیستي.

د فراه ولایت د عامې روغتيا رياست مرستيال عبدالجبار شايق له مرستندويه ټولنو څخه غوښتنه کوي چې، د معتادینو ډېروالي ته په کتو سره دې د معتادینو د درملنې په برخه کې له دوی سره همکاري وکړي.

ښاغلی شايق وايي: "زموږ اوسني بسترونه په هیڅ ډول د فراه د معتادینو لپاره کفایت نه کوي، ځکه چې معتادین څو برابره ډېر دي او موږ نورو بسترونو ته اړتيا لرو، باید زموږ د مرکز بسترونه د اړتيا او غوښتنې په اساس ډېر شي."

دا مهال په فراه ولایت کې د معتادو ښځو او ماشومانو د درملنې (۳۵) بستريز مرکز فعالیت کوي چې پنځلس ماشومان او شل مېرمنې پکې بستري دي.

دې مرکز په تېر يوه کال کې د بستري خدماتو په لړ کې د (۱۴۰) معتادو ښځو او ماشومانو درملنه کړې او په کورونو کې يې هم تر دوو سوو ډېرو معتادینو درملنه کړې ده.
------------------------
راپور: حفیظ الله نورزاد

Your browser doesn’t support HTML5

د روغتيايي خدمتونو لږوالی د معتادو ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي سبب شوی دی