د حاجيانو د لېږد رالېږد په موخه طالبانو له کام اير هوايي شرکت سره تړون وکړ

د کام اير هوايي شرکت الوتکه

د طالبانو حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سعودي عربستان ته د حاجیانو د لېږد او بېرته راستنولو په اړه له کام ایر هوايي شرکت سره نن، یوه هوکړه لاسلیک کړه.

د طالبانو حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت، په دې اړه رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویلي، په هوکړه کې راغلي، چې ‎‏یاد هوايي شرکت به د ټاکل شوې سهمیه څخه نیمایي حاجیان د وړاندې شوو شرایطو مطابق او د هوایي چلند د موجوده معیارونو په پام کې نیولو سره سعودي عربستان ته د حج مراسمو ادا کولو لپاره انتقال او له مراسمو وروسته بېرته هېواد ته راستانه کړي.

‎د یادونې، ده چې سږ کال د افغانستان حاجیانو لپاره سهمیه (۱۳۵۸۲) تنه ټاکل شوې ده.

خو د کرونا ویروس له خپرېدو مخکې به هر کال له افغانستان ۳۰۰۰۰ حاجیان د حج د مراسمو د ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته تلل.

تر اوسه ویل شوي نه دي، چې سږ کال به د حج مراسمو د ادا کولو لپاره په هر حاجي څومره لګښت راځي، خو د حج وزارت مخکې ویلي، چې لګښتونه به د پخوا کلونو په پرتله زیات وي.