کاپيسا: د کوهستان د لومړۍ حصې ولسوالۍ د زندان پر ودانۍ بريد شوی

د کاپيسا ولايت نقشه

د کاپيسا ولايت د کوهستان د لومړۍ حصې د زندان په ودانۍ نن سهار وختي وسله وال بريد شوی.

د کوهستان د لومړۍ حصې د ولسوالۍ امنيې قوماندان عبدالمتين سعيد دا وسله وال بريد تاييد کړ، خو ويې ويل چې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د ملي مقاومت جبهې په نامه ډلې د دغه وسله وال برید مسوولیت منلی دی.

د ملي مقاومت د جبهې یوه غړي د نوم د نه ښودلو په شرط په یوه ټیلیفوني اړیکه کې ادعا وکړه چې په دغه برید کې درې طالبان وژل شوي دي.

ځینو عیني شاهدانو ازادي راډیو ته وویل: " شاوخوا دوه بجې د کوهستان د حصې اول ولسوالۍ په مرکز کې د زندان پر ودانۍ وسله وال بریدونه وشول چې د سپکو او درنو وسلو ډزې اورېدل کېدې."