متقي له ريچارډ بينيټ د افغانستان پر وضعيت د رښتيني راپور ورکولو غوښتنه کړې

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بینیت څخه وغوښتل چې په خپل راپور کې د افغانستان حقیقي وضعیت ته انعکاس ورکړي، هغه له تېر وضعیت سره پرتله کړې چې مثبت بدلونونه یې په ډاګه شي.

د دې وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپله ټویټرپاڼه کې کښلي چې ښاغلي متقي دغه غوښتنه پرون له ښاغلي بینیت سره په کتنه کې وکړه او هغه هم ویلي چې پر مستندو راپورونو کار کوي.

د دې کتنې په اړه په خپله بینیت یا د ملګرو ملتونو نورو چارواکو څه نه‌دي ویلي خو نوموړی د دې لپاره افغانستان ته تللی چې په دې هېواد کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه یو راپور چمتو کړي.

د هغې خبرپاڼې له مخې چې ملګرو ملتونو د مې په ۱۴مه افغانستان ته د ریچارډ بنیټ د لومړني سفرپه اړه خپره کړې، ښاغلي بنیت ویلي چې دی به په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت د ارزونې لپاره د طالبانو له سرپرست حکومت او یو شمېر نورو مهمو لوبغاړو سره وګوري، ترڅو مالومه کړي چې ایا افغانستان د بشري حقونو په برخه کې هغه مسولیتونه پر ځای کړي چې دې هېواد یې په لاسلیک شوي د بشري حقونو نړیوال قانون کې ژمنه کړې ده او که نه.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له ځانګړی راپور ورکونکی ریچارډ بینیت

د خبرپاڼې له مخې نوموړی به د مې تر۲۶ پورې چې نن ده، په افغانستان کې وي.

د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکونکی داسې مهال له افغانستانه کتنه ترسره کوي چې نړیوالو له کله چې طالبان بیا واک ته رسیدلي، په دې هېواد کې په تېره بیا د ښځو او نجونو له حقونو څخه د جدي سرغړونو په وړاندې سخت غبرګونونه ښودلي.

د طالبانو حکومت دغه راز څه موده مخکې د یو شمېر نورو ادارو ترڅنګ د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون چې د تېر لویدیځ پلوي جمهوري نظام یو مهم بنسټ ګڼل کېده، هم لغوه کړ.