پاسپورټ رياست: بهر کې ۳ ميليونه چاپ شوي پارسپورټونه به ژر هېواد ته راوړل شي

ارشيف

د طالبانو د حکومت د پاسپورت ریاست وايي، ۳ ميلیونه پاسپورټونه په بهر کې چاپ شوي او ژر به هېواد ته راوړل شي.

دې ریاست پرون (چهارشنبې) وویل چې د دوی لپاره نوي پاسپورټونه په لیتوانیا کې د یوه خصوصي شرکت له لوري چاپ شوي او تمه لري چې په دوو اوونیو کې کابل ته ورسېږي.

د طالبانو د پاسپورت ریاست د پنځه کلن پاسپورت لپاره ۵۰۰ او د لس کلن لپاره ۱۰ زره افغانۍ فیس ټاکلی دی.

د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په لکونه خلک بهر ته لاړل او د پاسپورټ تقاضا په بې ساري ډول زیاته شوه چې لا هم ډېر خلک د پاسپورت د ترلاسه کولو لپاره میاشتې – میاشتې انتظار باسي.

د پاسپورت دفترونه په ځلونو د بیروبار د زیاتوالي له کبله تړل شوي دي.