د نجونو د ښوونځيو د تړل کېدو دوام د زده کوونکو او کورنيو اندېښنې ډېرې کړي

ارشيف

له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو یو شمېر نجونې زده کوونکې او کورنۍ یې وایي، د ښوونځیو د بند پاتې کېدو دوام یې اندېښنې ډېرې کړې دي.

سعدیه چې د کابل ښار اوسېدونکې او د اتم ټولګي زده کوونکې ده وايي، دا او یوه بله خور یې له یو نیم کاله زیاته موده کېږي چې له زده کړو لرې دي.

د دې په خبره، لومړی د کرونا ویروس او اوس د طالبانو حکومت له زده کړو بې برخې کړي او په کور ناستې دي.

نوموړې وايي: "له یو کال زیاته موده کېږي چې زموږ درسونه نیمایي کې پاتې دي، په دې توګه زموږ راتلونکی به ښه نه وي، موږ مو د برخلیک په اړه ډېر اندېښمن یو."

د دولسم ټولګي زده کوونکې شبانه چې دا هم د کابل ښار اوسېدونکې ده، وایي د ښوونځیو د پیلولو ټولې اسانتیاوې موجودې دي او د بند ساتلو لپاره یې کومه پلمه نشته، نو په خبره یې طالبان یې باید د پرانیستو لپاره خپله پرېکړه اعلان کړي.

آغلې شبانه وايي: "حکومت ژمنه کوي خو عملي کوي یې نه، که دوی له غلامۍ لرې او ودان افغانستان غواړي باید ژر تر ژره ښوونځي پرانیزي، ښوونځي شته، ښوونکي شته، د ښوونځیو مصارف یونیسف ورکوي، نو د ښوونځیو د بندوالي لپاره هېڅ پلمه نشته."

نجونې هره ورځ د ښوونځيو د پرانيستلو خبر ته په تمه دي.

دا اندېښنې په داسې حال کې دي، چې په ګرمسیرو ولایتونو کې تعلیمي کال تقریبا په بشپړېدو دی او معلومه نه ده، کومې نجونې چې دا کال له زده کړو پاتې دي برخلیک به یې څه شي؟

دې وضعیت د زده کونکو کورنۍ هم اندېښمنې کړې دي.

سپوږمۍ ساپۍ چې د ننګرهار ولایت اوسېدونکې ده وایي، دوه لوڼې له شپږم ټولګي پورته ټولګیو کې سبق وايي.

اغلې ساپۍ د طالبانو له حکومته غواړي چې د نجونو پر مخ دې د ښوونځیو دروازې پرانیزي.

نوموړې وايي: "طالبانو نجونو سخته ضربه ورکړه، زموږ لورګانې په کورونو ناستې دي، زما دوه لورګانې تل ژاړي، له دوی نه مو غوښتنه دا ده چې هیله کوو ښوونځي پرانیزئ اعلان وکړئ چې له وروسته ټولې ښوونځیو ولاړې شي او ارام او ازاد ژوند ولري."

طالبان وايي، د نجونو د ښوونځيو پرانيستلو په اړه د خپل مشرتابه حکم ته انتظار دي.

هڅه مو وکړه د دغو زده کوونکو او د کورنیو د اندېښنه او غوښتنو په اړه یې، د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت وپوښتو، خو د یاد وزارت ویاند عزیز احمد ریان ازادي راډیو ته یوازې دومره لیکي چې په دې اړه "تر اوسه نوي معلومات نشته."

وړاندې د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت ویلي، چې دوی له ۶ ټولګیو پورته هم د ښوونځیو خلاصون ته چمتوالی لري خو په دې اړه د خپل مشرتابه حکم ته په تمه دي.

دا په داسې حال کې ده چې د روان ښوونیز کال له پیله د حمل میاشتې په دریمه نېټه ښوونځیو د نجونو د تګ پر مهال اعلان وکړ چې د زده کوونکو او ښځینه استادانو د لباس د طرحې لپاره به د مشرتابه تر بل حکم پورې به له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو زده کوونکو ښوونځي ځنډېدلي وي.

د طالبانو دې اعلان په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه، اندېښنې، نیوکې او ان اعتراضونه راوپارول.

که څه هم په دې اړه په کور دننه او بهر په ځلونو د بېلابېلو ادارو، بنسټونو او قشرونو له لوري له طالبانو د ښوونځیو د خلاصون مکررې غوښتنې شوي او لا هم دوام لري خو لا یې کومه پایله نه ده ورکړې.