روسيې د اوکراين په ختيځ کې د دوو ښارونو د کلا بندۍ هڅې پيل کړي

اوکراين د جګړې يوه برخه

روسیه د اوکراین د ختیځ د دوو ښارونو د کلابندۍ لپاره د اضافي سرتېرو او تجهیزاتو ځای پر ځای کولو ته دوام ورکوي.

بل لورته اوکرایني چارواکو خبرداری ورکړی چې هېواد یې د بقا یا پاتې کېدو له داسې جګړې سره مخامخ دی چې ممکن برخه لیک ټاکونکې وي.

د اوکراین په ختیځ کې د روسیې له خوا د جګړې له شدت سره همهاله د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي ویلي، د دونباس سیمې وضعیت " ډېر کړکېچن" دی.

زلنسکي پرون ( د مې په ۲۴مه) خپله شپنۍ وینا کې وویل، د روسیې په پوځ کې چې څومره زور پاتې دی، د اوکراین د ختیځ پر جګړې یې اچولی دی.

روسي ځواکونه له دریو لوریو د اوکراین تر ټولو ختیځې سیمې ته د پرمختګ په حال کې دي او ډېر تمرکز یې پر دوو ښارونو سیویرودونیتڅک او لیسیخانسک دی.

په دغې سیمه کې د تودې جګړې راپورونه هم ورکړل شوي او د اوکراین پوځ اعلان کړی دی چې د الوتکو، توغندیو، توپونو ، مزایلو او ټانکونو په وسیله یې پرون د روسیې ۹ حملې شنډې کړي دي.

ويل شوي دي، روسيې د اوکراين پر ختيځو سيمو بريدونو ته زور ورکړی

د اوکراین پوځ وایي، پرونیو جګړو کې د روسیې پوځ لږ تر لږه ۱۴ ملکیان وژلي او روسيې دغې جګړې کې له الوتکو ، ټانکونو او نورو بېلابېلو وسلو نه کار اخستی دی.

د اوکراین د دفاع وزارت ویاند اولکساندر موتوزیانیک ویلي، د اوکراین د ختیځ روانې جګړې به ممکن اوکراین کې د اوسني وضعیت برخه لیک وټاکي.

موتوزیانیک په یوه ټلویزیوني وینا کې ویلي، اوس دوی د روسیې د تر ټولو فعال او هر اړخیز یرغل شاهدان دي.

پر اوکراین د یرغل له کبله پر روسیې د نړیوالو نیوکې هم ورځ تر بلې زیاتیږي.

تازه د بریتانیا استخباراتي ادارې خبرداری ورکړی د روسیې له خوا د اودیسې کلیدي بندر محاصرې د غلې صادرات کم کړي او دا صادرات له ځمکنیو بندرونو نه جبرانېږي.

په دې اړه نور: روسيې د اوکراين پر ختيځو سيمو بريدونه ډېر کړي

د بریتانیا دفاع وزارت هم ویلي، تر هغو چې د روسیې له خوا د سوداګریزو بېړیو ممانعت او ګواښ پای ته نه وي رسېدلی، عرضه به کمه او د لومړنیو موادو بیې به نورې هم لوړې شي.

د اروپایي کمېسیون مشرې اورسلا فون دیرلاین تېره ورځ له مسکو سره د خبرو غوښتنه وکړه چې د دې په خبره د سمندري کلابندۍ له کبله د بندو پاتې شویو غلو دانو د خلاصون په اړه بحث وکړي.

د اوکراین ولسمشر ویلي، د روسیې د پوځ په شا کول به وخت وغواړي او ده له لویدیځو هېوادونو غوښتي چې تجهیزات ور واستوي.