د کندهار کرنې رياست: ځمکني توت د کوکنار ښه بديل دی

سږ کال کندهار کې د ځمکني توتان د حاصلاتو کچه هم لوړه وه

د کندهار د کرنې ریاست د مېوو برخو مسول ایمل وفا نن ازادي راډيو ته وویل، چې په کندهار کې ځمکني توتان د کوکنارو د بدیل په توګه ګټور ثابت شوي او حاصلات یې هم سږ کال په دې ولایت کې ډېر شوي دي.

ښاغلی وفا وايي، همدا اوس په ۵۰ جریبه ځمکه کې ځمکني توتان کرل شوي دي چې بزګر ښه ګټه په‌کې کوي.

په کندهار کې د صبغت الله په نوم یوه بزګر ازادي راډيو ته وویل، له ۳ کلونو راهیسې یې ځمکني توتان کرلي دي چې په خبره یې د کال په ۴ فصلونو کې حاصل ورکوي او له دې درکه ښه عاید لري.

نوموړی وايي، په اوس وخت کې یو کیلو ځمکني توتان په ۲۰۰ افغانۍ خرڅېږي چې د کندهار ترڅنګ نورو ولایتونو ته هم د پلور لپاره وړل کېږي.

د یادونې ده چې ځمکني توتان په کندهار، ننګرهار، دایکندي، بلخ، هرات او پروان ولایتونو کې کرل کېږي.