د امريکا لخوا پر روسيې نوي بنديزونه لګول شوي

ارشيف

متحدو ایالتونو پر روسیې د بندیزونو په دوام د هغه معافیت د نه تمدیدولو پرېکړه کړې چې پر اساس یې روسیه د بانډونو یا ارزښتمنو پاڼو خاوندانو ته د امریکايي بانکونو له لارې پیسې ورکوي.

د امریکا د خزانې وزارت په یوه بیان کې چې پرون خپور شو ویلي، د بانډونو په بدل کې د پیسو د پرې کولو لپاره د روسیې جواز چې د اعتبار موده یې نن ختمېږي، نور نه تمدیدوي.

مسکو د دې جواز په وسیله کولای شوای د خپلو پورونو سود او نور لګښتونه پرې کړي او د دیوالیه کېدو مخنیوی وکړي.