روسيې د برېتانيا د پارلمان پر ۱۵۰ غړيو دغه هېواد ته پر سفر کولو بنديز ولګاوه

ارشيف

روسیې د برېتانیا د پارلمان پر یوسل او پنځوس غړیو بندیز ولګاوه چې دغه هېواد ته سفر نه شي کولی.

مسکو دا پرېکړه د لندن په ځواب کې وکړه چې د روسیې د پارلمان نژدې ټول غړي یې برېتانیا ته له تګ څخه منع کړې دي.

برېتانیا دا بندیز پر اوکراین د روسیې د برید په خاطر لګولی دی.

د روسیې د بندیزونو په لېست کې د برېتانیا د بهرنیو چارو د پخواني وزیر ویلیم هېګ نوم هم شته چې اوس د پارلمان غړی دی.