د طالبانو ماليې وزارت: يو شمېر سوداګرو بهر ته غنم لېږدولي

ارشيف

د طالبانو مالیې وزارت وایي، یو شمېر سوداګرو د حاصلاتو په وخت غنم احتکار کړي او له افغانستانه یې بهر وړې دي.

د دې وزارت ویاند احمد ولي حقمل پرون باختر اژانس ته وویل، د سوداګرو دا کار د دې سبب شوی دی چې د غنمو بیې په افغانستان کې لوړې شي.

نوموړي زیاته کړه چې د اوس لپاره افغانستان د غنمو له پلوه په ځان بسیا نه دی.

د طالبانو حکومت تېره اوونۍ ټولو ګمرکونو ته امر وکړ چې تر دې وروسته دې بهر ته د غنمو د صادراتو مخه ونیسي.