د اوکراين جګړه؛ ولسمشر زیلینسکي: سختې ورځې په مخ کې دي

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي

په داسې حال کې چې پراکراین د روسیې یرغل څلورمې میاشتې ته داخل شو، د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي وایي، سختې ورځې به په مخ کې وي.

روسي ځواکونو د اوکراین په ختيځ لوهانسک سیمه کې نن بریدونو ته په داسې حال شدت ورکړی، چې داسې ښکاري مسکو په دونباس او جنوبي بندري سیمو کې پر لاندې کړیو سیمو کنټرول مظبوطوي.

په داسې حال کې، چې پر اوکراین د روسیې یرغل څلورمې میاشتې داخل شوی، د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي خبرداری ورکړی، چې سختې ورځې به په تېره په دونباس کې په مخکې وي.

زیلینسکي په داووس کې نړیوالي اقتصادي غونډې ته وویل، چې روسیې د اوکراین د جګړې په لومړیو دریو میاشتو کې نږدې ۱۵۰۰ توغندویي بریدونه او څه باندې درې زره هوایي حملې پر اوکراین کړي دي.

په عین حال کې د بریتانیا استخباراتو نن په خپل ورځني خبري بولیټن کې وویل، چې روسي ځواکونه هڅه کوي پر سیویردونیڅک ښار د محاصرې کړۍ را تنګه کړي او د دې ترڅنګ یې په سیمه کې په نږدې دوو نورو ښارونو هم بریدونو ته زور ورکړی دی.

د بریتانیا پوځي استخباراتو دغه راز ویلي، چې روسي ځواکونو په سیمه کې د توپونو د شدیدو ډزو په مرسته یوڅه پرمختګ کړی خو د اوکراین مقاومت ځواکمن دی او د کییف د ځواکونو د ګډو عملیاتو قومانداني پرې د جبهې پر لومړۍ کرښه کې کنټرول لري.

د راپورله مخې که د سیویردونیڅک ښار روسیه ونیسي دا به په دې معنی وي چې د لوهانسک ټوله سیمه د روسیې تر اشغال لاندې راځي.

پر دونباس پورې تړلې د لوهانسک او دونیڅک ډېرې سیمې د روس پلوه بېلتون غوښتونکو په ولکه کې دي.

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي تېره ه شپه وروسته له هغې چې د ختیځو سیمو مشرانو او اوسېدونکو یې د سختو بمباریو خبر ورکړ، وویل: "د جګړې راتلونکې اوونۍ به ډېرې سختې وي او موږ باید په دې پوه شو."