د نړۍ شلو هېوادونو له اوکراین سره د نویو پوځي مرستو ژمنه کړې

اوکرایني سرتېري

د نړۍ شلو هېوادونو د روسیې د یرغل پر وړاندې د مقابلې لپاره له اوکراین سره د نویو پوځي مرستو ژمنه کړې.

د متحدوایالتونو د دفاع وزیر لویډ اسټین پرون د مې په ۲۳مه د اوکراین د تماس ډلې له دوهمې غونډې وروسته دا خبر ورکړ. ښاغلي اسټین ډنمارک او چک جمهوریت د مثال په توګه یاد کړل.

ډنمارک موافقه کړې، چې اوکراین ته د خپلو سواحلو د دفاع لپاره هارپون ډوله توغندي ورکړي او چک جمهوریت منلې ده چې د یرغلیزو هیلیکوپټرو، ټانکونو او راکټي سیسټم په ګډون اساسي تجهیزات د اوکراین پوځ ته برابر کړي.