پر اوکراین د روسیې یرغل؛ ملګرو ملتونو کې یوه روسي ډیپلومات استعفا ورکړه

بوریس بونداریف

په ملګروملتونو کې د روسیې د ډيپلوماتیک ماموریت یوه غړي پر اوکراین د روسیې د یرغل پر وړاندې د اعتراض په دود استعفا ورکړې ده.

په ژنیو کې د ملګروملتونو په مقر کې د روسیې د دایمي استازولۍ یو ډيپلومات ویلي، چې پر اوکراین د روسیې د بې ضرورته یرغل پر وړاندې د اعتراض په دود یې له خپلې دندې استعفا کړې.

بوریس بونداریف په یوه بیان کې چې پرون د مې په ۲۳مه یې پر خپله لینکد این پاڼه خپور کړی ویلي دي چې دی هېڅکله هم د خپل هېواد له کبله دومره نه و شرمېدلی لکه د فبروري په ۲۴مه چې روسیې پر خپل ګاونډي اوکراین برید وکړ.

بونداریف چې ځان په ژنیو کې د روسیې د ډيپلوماتیکې استازولۍ مستشار بولي لیکلي، دا قهرجنه جګړه چې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین پرضد پیل کړې په حقیقت کې د ټولې لویدیځې نړۍ پرضد جګړه ده او نه یوازې د اوکراین د خلکو بلکې حتی د روسیې د خلکو پرضد تر ټولو ستر جنایت دی.

په ژنیو کې د ملګروملتونو په مقر

بونداریف وړاندې لیکلي: "هغوی چې دا جګړه یې پیل کړې یوازې یوه هیله لري، هغه دا چې د تل لپاره په واک کې پاتې شي، په پرتمینو ماڼیو کې ژوند وکړي، په هغو مجللو کشتیو کې د سمندرونو چکر ووهي چې ارزښت یې د روسیې د ټول سمندري ځواک له کشتیو سره برابر دی، له بېحده قدرت څخه خوند واخلي او بشپړ معافیت ولري."

د بونداریف بیان زیاتوي، دا کسان د دې لپاره چې دې ټولو هيلو ته ورسېږي غواړي چې د خلکو ژوند قرباني کړي او زرګونه روسان او اوکراینیان لادمخه په دې ترڅ کې وژل شوي دي.

په ژنیو کې د ملګروملتونو په مقر کې د روسیې دایمي ماموریت تراوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.

بونداریف له اسوشیتیدپریس او رویټرز خبري آژانسونو سره په خبرو کې خپل بیان تایید کړی او ویلي یې دي، ده څو کاله مخکې د دې وینا په اړه فکر کاوه خو وايي چې د دې فاجعې کچې دی دې ته اړ کړ چې اوس خپل غږ اوچت کړي.