ننګرهار: سلګونه ښځينه سوداګرو خپل فعاليتونه درولي

د لاسي صنايعو يو انځور

د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د ښځینه سوداګرو د فعالېتونو بندېدو اندېښمن کړي دي.

د دې خونې ویاند شکرالله ساپي نن ازادي راډيو ته ویل، له وروستیو سیاسي تحولاتو وروسته تر اوسه په سلګونو ښځو چې د تولیداتو او سوداګرۍ په بېلابیلو برخو کې یې په ننګرهار کې فعالېت کاوه، کارونه یې درېدلي دي.

ښاغلی ساپی وايي، دې ښځو د لاسي صنایعو، غالیو، لبنیاتو، مربا او خیاطي په برخو کې په کار مصروفې وې چې تولیدات یې په کورنیو او بهرنیو نندارتونونو کې نندارې ته وړاندې شوي وو.

ښاغلي ساپی د ښځینه سوداګرو د فعالېتونو د درېدلو عوامل اقتصادي ستونزې، د بازار نه موجودېت او د حکومتي ادارو نه ملاتړ یادوي.

دغه راز نوموړی وايي، د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې څو ځله د سوداګرو ښځو ستونزې د طالبانو د حکومت له اړوندو ادارو سره شریکې کړې دي خو د ستونزو د حل له ژمنو سره هم دا ستونزې پر خپل ځای دي.