اوکرايني پوځ: روسيې پر "لوهانسک" سيمه بريدونو ته زور ورکړی

روسي ځواکونو چې سیویردونیڅک ښاریې محاصره کړی، شپه او ورځ پرې بې توپیره بمباري کوي.

د اوکراین پوځ وایي، روسیې د اوکراین د لوهانسک سیمې په ختیځ کې حملو ته شدت ورکړی.

د اوکراین پوځ نن وویل، روسي ځواکونو چې سیویردونیڅک ښاریې محاصره کړی، شپه او ورځ پرې بې توپیره بمباري کوي.

د اوکراین د وسله والو ځواکونو لوی درستیز نن سهار وختي وویل چې د اوکراین مدافعانو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دښمن یولس بریدونه په داسې حال کې په شا تمبولي چې روسي ځواکونو په پر له‌پسې دول هڅه کړې وه چې له ډېرو الوتکو څخه د تاسیساتو د ویجاړولو لپاره کار واخلي او د مقاومت سنګرونه مات کړي.

په سیویر دونیڅک ښار کې د سیمې والي سرهې هایډې وویل، روسي ځواکونه هڅه کوي چې د ځمکې د سوځولو له تاکتیک څخه په استفادې په قصدي توګه ښار ویجاړ کړي اوپرې د محاصرې کړۍ تنګه کړي.

د اوکراین پوځ پرون په خپله فېسبوک پاڼه کې په دونیسک سیمه کې د لږ تر لږه اوو ملکیانو د وژل کېدو او اتو نورو د ټپي کېدو خبره کړې ده.

د اوکراين او روسيې جګړه له مياشتو راهيسې روانه ده.

اوکرایني چارواکو دغه راز ویلي چې روسيې په شمال کې د اوکراین پر دوهم لوی ښار خارکییف او په جنوب کې په مایکولاییف او زاپوریژیا د توپونو او توغندویو بریدونو ته زور ورکړی دی.

د بریتانیا پوځي استخباراتو نن په خپل ورځني خبري بولیټن کې وویل چې د روسي ځواکونو د تلفاتو لوړه کچه پر دونباس د بریدونو په دوام سره لا د لوړیدو په حال کې ده او کمزوري او د ټیټې سطحې تکتیکونه، ناکافي هوايي پوښښ او کمزوری انعطاف یې د لاملونو په توګه یاد کړي.

دغه راز د بريتانيا پوځي استخباراتو ویلي یې دي چې د قوماندې دغه تګلاره د دې سبب کېږي چې روسي ځواکونه ناکامه شي او پخوانۍ تیروتنې تکرارشي.

روسيې بريدونو ته داسې مهال زور ورکړی چې د پولنډ ولسمشر له اوکراين غوښتي چې د روسيې غوښتنې ونه مني.

د بریتانیا استخباراتو ویلي چې د اوکراین په ختیځ کې سختې جګړې د روسیې پوځ ته ډېر زیان اړولی او اټکل کوي چې د اوکراین د جګړې په لومړیو دریو میاشتو کې مسکو ته دومره تلفات رسیدلي چې پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل په نهو کلونو کې اوښتي و.

د بریتانیا پوځي استخباراتو دغه راز ویلي چې په دوامداره توګه د مرګ ژوبلې زیاتوالی کولای شي په کور دننه د خلکو نا رضایتي را وپاروي هغه مسله چې په روسیه کې په تېرو وختونو کې په هغو جګړو کې چې دې هېواد په خپله پیل کړي، حساسه ثابته شوې ده.