جو بایډن: نړۍ باید د بیزو چیچک د خپرېدو په اړه اندېښمن وي

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن وايي، ټول باید په نړۍ کې د بیزو د چیچک د خپرېدو په اړه اندېښمن وي.

بایډن نن له جنوبي کوریا څخه جاپان ته د روانېدو پر مهال خبریالانو ته وویل، دوی هڅه کوي پوه شي چې په دې اړه څه کارونه کولی شي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې په نړۍ کې د بیزو د چیچک وایروس په خپرېدو دی، اسرایل او یونان هم د لومړنیو مثبتو پېښو خبر ورکړی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، تر اوسه په نړۍ کې د دغه نوي وایروس ۹۲ موارد او ۲۸ مشکوکې پېښې ثبت شوې دي.