د پولنډ ولسمشر اوکراینیانو ته: د پوتین غوښتنو ته تسلیم نه شئ

د پولنډ ولسمشر اندري دودا د اوکراین پارلمان ته د وینا پرمهال

د پولنډ ولسمشر اندري دودا نن د اوکراین پلازمېنې کییف ته د ناڅاپي سفر پر مهال د هغه هېواد پارلمان ته وینا وکړه.

د فبروري میاشتې پر ۲۴ مه پر اوکراین د روسیې تر یرغل وروسته دا لومړی وار و، چې د یوه دولت مشر د اوکراین پارلمان ته وینا وکړه.

دودا په خپله وینا کې له اوکراین غوښتنه وکړه، چې د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین غوښتنو ته تسلیم نه شي.

د پولنډ ولسمشر زیاته کړه، دا د اوکراین حق دی، چې د خپل راتلونکي په اړه خپله پرېکړه وکړي.

هغه یو وار بیا په اروپايي ټولنه کې د اوکراین د غړیتوب په اړه پر خپل ملاتړ ټینګار وکړ.