د افغانستان لپاره د ناروې سفیر له طالبانو مهمې غوښتنې بیا تکرار کړې

د افغانستان لپاره د ناروې سفیر انډرس لینډمن د طالبانو د رییس الوزار له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر او پلاوی سره د خبرو پرمهال

د افغانستان لپاره د ناروې سفیر انډرس لینډمن وايي، دا د دوی لپاره ستونزمنه ده چې له هغه افغان حکومت سره ملګرتیا وکړي، کوم چې ټولشموله، د خلکو استازی او په واقعي معنا د ښځو د مساوي ونډې لرونکی نه‌وي.

ښاغلي لینډمن دا خبره د طالبانو د رییس الوزار له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره له کتنې وروسته، په خپله ټویټرپاڼه لیکلي.

د افغانستان لپاره د ناروې سفیر وايي، دې لیدنه کې یې د افغانستان د راتلونکې لپاره د ازادو رسنیو پر اهمیت ټینګار کړی.

طالبانو هم یوه خپره کړې اعلامیه کې لیکلي، د ناروې سفیر له دوی په دولتي ادارو کې د ښځو د کار، د نجونو د زده‌کړو، حجاب، ټول ګډونه حکومت، له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون د طرزالعمل او وروستیو کې د طالبانو د ادارې له تشکیلاتي چوکاټ څخه د ځینو اداراتو د حذف په اړه معلومات غوښتي.