اسراییلي پوځیانو یو ۱۷ کلن فلسطینی وسله وال ووژاه

عکس آرشیف: اسراییلي سرتېري

اسراییلي پوځیانو یو ۱۷ کلن فلسطینی وسله وال هغه وخت ووژاه، چې د اشغال شوې لویدیځې غاړې یوه ناامن ښارګوټي ته اسرایلي سرتېري ننوتل او ورپسې شخړه وشوه.

د فلسطین روغتیا وزارت او نورو محلي رسنیو دا خبر تایید کړی دی.

دا ډزې چې اسراییل وايي، له محلي افراطي وسله والو سره په جګړه کې پېښې شوي، داسې وخت پېښېږي، چې د لویدیځې غاړې په شمالي ښارګوټي جنین کې په وروستیو میاشتو کې د اسراییل د پوځ تحرکات زیات شوي دي.