چارواکي: نورستان کې اور لګېدنې مالي زیانونه اړولي

نورستان کې د ځنګلونو یوه منظره

د نورستان ولایت د واما ولسوالۍ په یوه ځنګله کې لګېدلی اور تر ادارې لاندې راغلی دی.

د نورستان ولایت د واما ولسوال مولوی مصباح الدین حیدري وايي، چې پرون د اور وژنې د عملیاتو د لیدو لپاره دی خپله د واما ولسوالۍ بوني سیمې ته تللی و، او د ورځې په پای کې ترې راستون شو.

نوموړي آزادۍ راډیو ته وویل چې د اور لمبې اوس قابو شوي دي.

د سیمې خلکو د آزادۍ راډیو خبریال ته ویلي، چې د دې سیمې په ځنګله کې اور د پنجشنبې په ورځ وروسته له هغه ولګېد چې یو ماشوم لرګیو ته اور واچاوه.

د نورستان د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست رییس مولوي سمیع الحق حقبیان د اور د وژنې د عملیاتو په اړه آزادۍ راډیو ته وویل: "د واما ولسوالۍ په بوني ساحه کې چې کوم اور لګېدلی و، دوه ورځې یې جریان درلوده. ولسي خلکو هم کوشش کاوه او له ولایت څخه هم کسان ورغلي وو او د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې پرسونل هم ورغلي وو. خو کار ونه شو. خو بیا د واما ولسوال له خپل ټول پرسونل سره هلته ختلی و. تقریبا مازیګر مهال یې اور مهار کړی دی."

د سیمې خلکو د آزادۍ راډیو خبریال ته ویلي، چې د دې سیمې په ځنګله کې اور د پنجشنبې په ورځ وروسته له هغه ولګېد چې یو ماشوم لرګیو ته اور واچاوه.

د نورستان چارواکي وايي، دا اورپېښه انساني تلفات نه لري خو تاییدوي چې د اور په لمبو کې د اتو جریبو په شاوخوا کې ځنګل سوځېدلی دی.

د نورستان او کونړ غرونه د هېواد د نورو ختیځو ولایتونو په څېر د نښترو او ځنغوزیو په ځنګلونو پوښلي دي.

د افغانستان د نښتر او ځنغوزیو ځنګلونه هم د ښه کیفیت لرونکي لرګي او هم د ځنغوزیو د صادراتو له پلوه خورا زیات اقتصادي اهمیت لري خو تل دا شکایتونه شته چې دا ځنګلونه په غیرقانوني لارو پاکستان ته قاچاق کېږي.

د اقتصادي چارو شنونکي وايي، د افغانستان د وروستو څلورو لسیزو هېڅ یوه دولت هم د دې ملي پانګې د ساتنې په برخه کې جدي اقدام نه دی کړی.