د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازی وايي، چې د افغان مېرمنو د وضعیت په اړه د بحث لپاره یې یوه دوه ورځنۍ غونډه جوړه کړې ده.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکلاسن وايي، چې د افغاني ټولنې د بېلابېلو پوړیو د زړورو مېرمنو له یوې ډلې سره یې دوه ورځنۍ غونډه درلوده.
Very privileged to join a dynamic, diverse, outspoken, courageous group of Afghan Women Leaders for two days of engaged discussions together with @StellaRonner #euinafghanistan #se_afghanwgh https://t.co/tpAli10i0l pic.twitter.com/KoYkFk5rmA
— Tomas Niklasson (@tomas_niklasson) May 20, 2022
د نیکلاسن په وینا په دې خبرو کې په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه بحثونه وشول.
دا په داسې حال کې ده، چې نړیوالې ټولنې پر افغان مېرمنو د طالبانو د محدودیتونو له کبله سخته اندېښنه ښودلې.
په دې غونډه کې د جنسیتي انډول په چارو کې د اروپايي ټولنې سفیرې ستیلا رونر هم ګډون کړی و.
هغې پر ټویټر لیکلي، چې په دې دوه ورځنۍ غونډه کې له افغانستان او نورو ځایونو د شپېتو تنو په شاوخوا کې ښځو ګډون کړی و.
The Afghan Women Leaders Forum (#AWLF), bringing together almost 60 women from inside and outside of #Afghanistan, is continuing its 2nd day; connecting life to the #UN @SR_Afghanistan Richard Bennet in Kabul to ensure close cooperation between #EU#UN @tomas_niklasson @eu_eeas pic.twitter.com/em7EKIkMH5
— EU Ambassador for Gender&Diversity @eu_eeas (@StellaRonner) May 20, 2022
د مېرمن رونر په وینا، دا غونډه داسې مهال جوړېږي چې د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بېنیټ هم په کابل کې دی او غواړي دا ډاډ ترلاسه کړي چې د اروپايي ټولنې او ملګروملتونو ترمنځ د ښځو په برخه کې نژدې همکاري دوام کوي.
په همدې حال کې د افغانستان لپاره د ناروې سفیر اولې اندریاس لیندمن پر ټویټر په یو بیان کې ویلي دي، چې کابل ته تللی او پرون د غویي په دېرشمه یې له یو شمېر مدني فعالانو سره لیدلي دي.
Back in Kabul discussing the situation and developments on the ground with civil society this morning pic.twitter.com/ToRXaCSPAT
— Ole Andreas Lindeman (@LindemanOle) May 20, 2022
نوموړي کابل ته له روانېدو مخکې په افغانستان کې پر ښځو د لګېدلو محدودیتونو له کبله اندېښنه ښودلې وه.
بل خوا د بشري حقونو د څار په سازمان کې د آسیا د څانګې څېړونکې فرشته عباسي وايي، چې دوی په افغانستان کې د ښځو روان وضعیت څاري.
نوموړې آزادۍ راډیو ته وویل، طالبان باید د افغان ښځو حقونو ته د درناوي پر ژمنه عمل وکړي.
هغه وايي: "زه فکر کوم د نړیوالې ټولنې پیغام واضح او څرګند دی. که طالبان نه غواړي چې د افغان ښځو حقونو ته درناوی وکړي او د هغوی لومړني حقوق ورکړي، نو نړیواله ټولنه به له طالبانو سره هېڅ راز همکارۍ ته چمتو نه وي."
له تعلیم څخه د منځنیو ښوونځیو او لیسو د زده کوونکو نجونو محرومول، د ښځو پر سفر محدودیت، د حجاب جبري کول او اوس اوس د ټلویزیونونو د ښځینه ویندویانو لپاره د مخ پټول د طالبانو هغه اقدامات دي چې د نړیوالې ټولنې سخت غبرګونونه یې پارولي دي.
په دې اړه نور: ټلوېزيونونو کې پر ښځينه وياندويانو د نقاب جبري کېدو ته پراخ غبرګونونه ښودل شويد طالبانو سرپرست حکومت چې تراوسه هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی، استدلال کوي چې پر شرعي احکامو عمل کوي.
نړیوالې ټولنې بشري حقونو په تېره د ښځو حقونو ته درناوی له طالبانو سره د تعامل لپاره مهم شرط بللی او تل یې د هغو پر خوندیتوب ټینګار کړی.